اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) پاكستان او اېران د طب ت??ليم پشمول د عامې روغتيا په څانګه كښې په مرسته زياتولو اتفاق كړے۔ دا اتفاق د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اتوار په ورځ د ا??ران په پلازمينه تهران كښې د روغتيا وزيرې سائره افضل تارړ او د ا??ران د روغتيا وزير ډاكټر سيد حسن قاضي زده هاشمي او د نورو چارواكو ترمېنځه د ملاقات په مهال شوے۔ د روغتيا وزيره سائره افضل تارړ د ا??ران د روغتيا وزير په بلنه د اتوار په ورځ په درې ورځنې سركاري دوره تهران ته رسېدلې۔ په دې موقع د روغتيا وزيرې د ا??ران د روغتيا وزارت بېلا بېلو چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ سائره افضل تا??ړ په منطقه كښې د ا??ران يونيورسل پبلك هېلتھـ كورېج مثالي وګرځولو او وې وئيل چې دواړه هېوادونه د يو بل د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ په دې موقع دواړو هېوادونو تفاهم هم لاسليك كړل۔ د ا??ران وزير په دې وروستيو كښې په زلزله كښې په شوي زيان په غمرازې كولو او د ځپليو مرستې لپاره په سامان لېږلو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔