اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) پخواني وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي چې د عدلیې د پريكړو په وجه معېشت ته زيان رسي، زمونږ حکومت په ښھ ډول كار كولو ته پرې نه ښودلې شي، د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، بايد رولز آف ګیم ټولو لپاره يو برابر وي ، زمون?? لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپارہ بل شان ده۔ د نجی ټی وی چینلز له مخې د شورو په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې كيدو په موقع ميډيا سره په خپلو خب??و كښې پخواني وزیراعظم ووئيل د عدلیې د پريكړو پھ وجه په معیشت منفي آغيز پريوځي، د ګاډ فادر او اتالوي مافیا پھ شان ټكي عدالتونو س??ه ښه نه ښكاري، ججانو د پاناما پھ ځائ په اقامه سزا راكړې۔ نواز شریف ووئيل د عدالتونو دوه مخې معیار رامخې ته كېږي، زمون?? لپاره د عدالت پیمانه يو شان او نورو لپاره بل شان ده، بايد رولز آف ګيم ټولو لپاره يو برابر وي، د پی ټی آئی لارښودو عمران خان، جهانګیر ترین او علیم خان په ضد هم د کرپشن مقدمې دي، زمونږ په ضد پريكړې زر راځي او د هغوي پھ ضد به د مقدمو پريكړې معلومه نه ده كله راځي۔ ده ووئيل د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ په سرکاری خرڅ د جلوس قیادت کولو له راځي۔ پخواني وزیراعظم ووئيل زمونږ پھ دور كښې د برېښنا لوډشيډنګ كم شوې او سوكالي راغلې دغسې بې روزګاری ختمه شوې، مونږ چې كوم لوظونه كړي هغه مو ترسره كړي، د هېواد څخه ترهه ګري ختمه شوې ، د جی ډی پی ریټ چرته رسيدلې۔ ده ووئيل د 2014 ء راهسې دھرنې روانې دي ، زمونږ حكومت پھ ښه ډول كار ته نه دې پريښودل شوې خو د دهرنو س??ه مونږ كار كړے۔ په دې موقع نواز شریف په کمرہ عدالت كښې د خب??يالانو څخه پوښتنه وكړه چې د نن تازہ خب?? څه دے ؟ پھ دې خب??يالانو ووئيل تاسو د حاضرۍ څخه استثنیٰ ترلاسه كيدو س??ه نن عدالت ته وړاندې شوئ۔ په دې اړه نواز شریف ووئيل مونږ د ډيرو مرحلو څخه تيرېږو