په روان مالي كال كښې د جولائي او اګست په مهال د نېغ په نېغه غېر ملكي سر??ايه كارۍ په شرح كښې 154.9 فیصد اضافه شوې۔ فنانس ډویژن
اسلام آباد ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د فنانس ډويژڼ وياند د خزانې وفاقي وزير سېناتور محمد اسحاق ډار په دو?? كښې په پاكستان د قرضو د بوج په اړه خپور شوي خبرونه رد كولو سر?? وئيلي دي د تېرو څلورو كلونو په مهال حكومت غوره ??قتصادي كاميابۍ ترلاسه كړي۔ د قامي معيشت حجم د كال 2013ء 225 ارب ډالر په مقابله كښې كال 2017ء 304 ارب ډالر ته رسېدلې۔ د قامي معيشت كلنه اوسط شرح نمو 35 فيصد پاتې شوې۔ د معیشت پرمختګ او كاميابي د موجوده حكومت د زيركو اقتصادي پالېسيو نتيجه ده۔ په شرح سود كښې ښكاره كمې شوې۔ د افراط زر شرح كمولو قیمتونو كښې استحكام ٬ نجي څانګې ته د وركړې شويو قرضو په شرح او د پی اېس ډی پی خرڅونو كښې ښكاره ??ضافې ٬ فعاله مالياتي پالېسۍ او د مالياتي نظم وضبط له امله بجټ خساره كمه شوې۔ يو شمېر نړيوالو ادارو د پاكستان کرېډټ رېټنګ كښې ښكاره ښه والې كړې۔ ځينې عناصر د مخصوصو شمېرو په اړه غلطه پروپېګنډه كولو سره ??ولس بې لارې كوي۔ وياند ووئيل په كال 2013ء كښې بجټ خساه 8.2 فیصد وه كومه چې 2017ء كښې تر 5.8 فیصد كمه شوې۔ ده ووئيل په ميډيا خپور شويو راپورونو كښې وئيلي شوي چې د پاكستان په مجموعي ق??ضه كښې 25.1 ټریلین روپۍ اضافه شوې۔ دغسې په پاكستان د مجموعي بهرنيو قرضو حجم د مالي كال 2016-17ء په پايه 83 ارب ډالر ته رسېدلې۔ وياند ووئيل ځينو ورځپانو اولس بې لارې كولو له شمېرې اخوا دېخوا كړي دي۔ ده ووئيل د كال 2017ء په پايه كښې د حكومت د قرضو حجم 25.1 نه بلكې 19.6 ټریلین روپۍ دے۔ ده ووئيل د جي ډي پي په اړه كال 2013 كښې د قرضو حجم 60.2 فیصد وو كوم چې 2017ء كښې 61.6 فیصد پاتې شوې۔ ورځپاڼو كښې د بهرنيو قرضو حجم د جون 2017ء په آخ?? كښې 82.7 ارب ډالر ښودلې شوې حال دا دے چې دا حجم 62.5 ارب ډالر دے۔ ده ووئيل دا خبره ??ې بنسټه ده چې د پاكستان سړي سر ق??ضه تر120 زره 381 روپو زياته شوې۔ ده ووئيل دا خبره ډېره مهمه ده چې حكومت هېواد كښې مالي نظم وضبط او قرضو بوج كمولو له له كار كوي۔