اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی) د اقتصادی چارو وفاقی وزیرحماد اظهر وئيلي دي د کرونا و??اء په ضد جنګ كښې وفاق او صوبې يو دي، ټولې چارې د مشاورت سره ترسره كيږي، هيواد كښې د ضروري څيزونو ترسيل به باوري كول?? شي، اقتصادی پیکج په نتيجه كښې به وګړو او صنعتونو له ريليف وركول?? شي۔ د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر اسد عمر او د وزیراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا سره شريك پریس بریفنګ كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرونا و??ئرس مخنيوي لپاره چې كوم ریلیف پیکج اعلان کړې ؤ په هغې عمل درآمد پيل شوې ،تيره ورځ اقتصادی رابطه کميټۍ په خاص غونډه كښې د هغې منظوری وركړې شوي،دغه پیکج به د ټولنې کمزورو طبقو او صنعتونو لپاره اهميت لري كوم چې د كرونا و??ئرس له امله ځپلې شوي۔ ده ووئيل د پیکج ترمخه به قرض او سود وركولو كښې د 6 مياشتو تاخیر آسانۍ وركول?? شي، د مستحقینو شميره به يو كروړ 20 لکه ته رسول?? شي كومو له به چې د کفالت پروګرام او ضلعی انتظامیې په سفارش نغد امداد وركول?? شي۔ ده ووئېل نغد امداد به تر 4 مياشتو لپاره وركول?? شي۔ده ووئيل د پیکج ترمخه د صنعتی څانګې د ورځې خوارې كښو لپاره د نغدې مالي مرستې په لړ كښې 200 اربه روپۍ اېښودې شوي،کیش مرسته به د ورځې په بنياد اجرت لرونكو هغه خوارې كښو له وركول?? شي كوم چې د كرونا و??ئرس له امله بې روزګاره شوي۔ ده ووئيل د ټولنې کمزور او لږ آمدن لرونكو طبقو له به د خوراك څښاك څيزونه په رعایتی بيعه وركول?? شي او په دې لړ كښې د یوټیلیټی سټورز کارپوریشن لپاره پیکج كښې 50 اربه اېښودې شوي۔ حماد اظهر ووئيل د درې سوه يونټ څخه كمه برېښنا استعمالونكې صارفین، كوم چې د مجموعي صارفینو 70 فیصده دي ، بلونه به په درېو مياشتو كښې قسط وار ادا كوي۔ ده ووئ??ل پیکج كښې د كرونا و??ئرس په نتيجه كښې ځپلې شوو صنعتونو له خاص ترغیبات او مراعات اعلان کړې شوي،چې پكښې سیلز ټیکس اوانکم ټیکس ری فنډز، ډیوټی ډرابیك، او کسټمز ډیوټیز په لړ كښې د 10 كالو راهسې زیرالتواء ادائیګۍ باوري كولو لپاره فیډرل بورډ آف ریونیو لپاره 75 اربه روپۍ ، ګرانټ ټیکسټائل برآمدکنند ګان له ډیوټی ډرابیك په لړ كښې فنډز وركول او نور ترغیبات شامل دي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ غواړو چې صنعت کار خپل ملازمان او په خاص توګه د ورځې په بنياد كار كونكې خوارې كښو خيال اوساتي او هغوي د بې روزګارۍ ښكار نشي۔ ده ووئيل زمونږ هدف دے چې د لاك ډاون په وجه نه يواځې د پیداوار عمل روان وي بلكه د هغې ترسیل او وركول هم باوري كړ?? شي۔ حماد اظهر ووئيل د کرونا په ضد جنګ كښې مونږ يو موټې يو ٬ مونږ هڅه كوو چې پیداواری عمل روان وي او صنعتونه نه يواځې خام مال وركړي بلكه هلته هنرمندو او نور افرادی قوت ته رسول هم باوري كړي۔ ده ووئ??ل په هيواد كښې د غلې كمې نشته، حکومت پ?? صورتحال نظر لري