اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان د قائداعظم د وژن عملي تصوير جوړېږي، د كرتارپور لار د مذهبونو د همغږۍ روښانه مثال او د پاكستان د امن پېغام وركوونكي دليل دے، د سېكولرازم په نوم جوړ شوے هند نن د تعصب او كركې په اور كښې سوځېږي، د ګاندهي او نهرو هندوستان له مېنځه تلونكې په نظر راځي، په هندتواستان كښې كښې اقليتونه سخت تشدد، جبر او ستم سره مخ كېږي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې پاكستان د ټ??لو پاكستا??يا??و يو ډول وطن دے. د ??زيراعظم عمران خان په مشرې كښې پاكستان د قائداعظم د وژن عملي تصوير جوړېږي، دلته د رن??، نسل او مذهب په بنياد كوم فرق نه كېږي. د ??ېواد ټ??ل اقليتونه پاكستان سره ډېره مينه لري. د دوي حقونه محفوظ دي. په پاكستان كښې ټول اقليتونه د خپل مذهب له مخې د ژوند تېرولو حق لري. د ??اكستان آئين د دوي د حقونو ضامن دے. اسلام د ټ??لو مذهبونو احترام لازم ګرځوي. د ??ومي بېرغ سپين رن?? د دوي د نمائندګي څرګندونه ده. هغې ووئيل چې د كرتارپور لار د مذهبونو د همغږۍ روښانه مثال او د پاكستان د امن پېغام وركوونكي دليل دے. د سېكولرازم په نوم جوړ شوے هند نن د تعصب او كركې په اور كښې سوځېږي، د ګاندهي او نهرو هندوستان له مېنځه تلونكې په نظر راځي، په هندتواستان كښې كښې اقليتونه سخت تشدد، جبر او ستم سره مخ كېږي. په هند كښې اقليتونه د بنيادي حق نه محروم كولې شي. د هند په ټولنه د هندتوا غلبه ده.