اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ع??شق اعوان وئيلي دي چي د كامياب ځوان پروګرام وړومبي پړاٶ لپاره 100 اربه روپې بېلې كړې شوې دي، قرض به په مېرټ وركولې شي، وزيراعظم عمران خان په دې خبره باور لري چې قوم او ټولنه به مېرټ ته وده وركولو سره وده وكړي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې د وزيراعظم خاص مرسيالې ډاكټر فردوس ع??شق اعوان د كامياب ځوان پروګرام له مخې قرض ترلاسه كوونكو ځوانانو ته مباركي وركړه او وې وئيل چې دا پروګرام د ځوانانو د كاميابې ضمانت او د دوي پرمختګ لپاره ضروري دے. هغ?? ووئيل چې دا د وزيراعظم لخوا ځوانانو سره د شوي لوظ پوره كولو په پلو كښې يو عملي قدم دے. د وزيراعظم مرستيال?? ووئيل چې د لكونو په شمېر د ځوانانو لخوا د قرض په ترلاسه كولو كښې دلچسپي د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په نوي پاكستان د اعتماد څرګندونه ده. هغ?? ووئيل چې قرض به په مېرټ وركولې شي، وزيراعظم عمران خان په دې خبره باور لري چې قوم او ټولنه به مېرټ ته وده وركولو سره وده وكړي. هغ?? ووئيل چې د كامياب ځوان پروګرام وړومبي پړاٶ لپاره 100 اربه روپې بېلې كړې شوې دي.