??سل??م آباد 10 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې د حضرت محمد ﴿ص﴾ د زيږېدنې ورځ مذهبي جوش٬ولولې ٬ عقيدت او احترام سره ولمانځل شوه٬ په ??سل??م آباد كښې چراغونه لګولې شوي وو او د ميلاد محفلونه وشول۔ په ??سل??م آباد او پېنډۍ كښې د حضور نبي كريمۖ د پېدائش ورځ لمانځلو لپاره ښه تيارۍ شوې وې او په سركاري او نجي كچه د سرکار دو عالمۖ د زېږون ورځ لمانځو لپاره د ??اص دستورو اهتمام شوے وو۔ د ميلاد النبيۖ په موقع د پېغمبر ??سل??م مئېنانو پخپلو كورونو ٬ كوڅو او بازارونو كښې څراغونه بل كړي وو٬ د ګرد هېواد په لويو او وړو ښارونو ٬ او كليو كښې د 12م ربيع الاول په ورځ ?? عيد ميلاد النبيۖ لاريونونه وشول٬ په سرکاري كچه ?? عيدميلاد النبيۖ مرکزي دستورې په لړ كښې نړيوال رحمت اللعالمين کنفرنس په ??سل??م آباد كښې وشو چې د پرانستې غونډې كښې ئې وزيراعظم عمران خان او د پاې غونډه كښې ئې اولس مشر ډاکټر عارف علوي د ??اص ملېمه په حېث ګډون وكړو او كنفرنس ته ئې وېنا هم وكړه۔ د پوهنتونونو ٬ كالجونو او ديني مدرسو د سكالرانو ٬ علماء او مشائخو تحقيقي مقالات’ د سيرت کتابوبه او د نعت کتابونه مقابلې لپاره د مذهبي چارو وزارت ته لېږل شوي وو۔ د مذهبي چارو وزارت 70 مقالې ٬ د سيرت او نعت كتابونه مقابلې لپاره منتخب كړي وو۔ په ??سل??م آباد كښې په نړيوال رحمت اللعٰلمين کنفرنس كښې د سعودي عرب ‘ ايران ‘ مصر ‘ عمان ‘ عراق ‘ تيونس او سوريې علماء او مشائخو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې وه ۔ د دې نه علاوه د جامع الازهر وائس چانسلر’ د عمان مفتي اعظم’ د مدينه پوهنتون پروفيسرانو او د مسجد اقصيٰ خطيب ته هم په کنفرنس كښې د ګډون ??اص بلنې وركړې شوې وې۔ ?? عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ ورځ په وفاقي ??سل??م آباد كښې د 31 او په صوبو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامې سره پېل شوه۔