پېښور 27 جولائي (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د امريكې كاميابې دورې سره د پاكستان ريښتينې پېژندګلي په نړۍ كښې رامخې ته شوې۔ په نوښار كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په م??ال د دفاع وزير ووئيل چې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ كشمير مهمه معامله ګرځولې۔ ده ووئيل چې پاكستان په م??طقه كښې د امن پ?? خاطر د كشمير مسئله د مذاكراتو د لارې حل كو?? غواړي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړې۔ ده په ټوله نړۍ كښې د هندوستان جارحيت٬ بربريت او په بې ګناه مسلمانانو ظلم او ستم څرګند كړے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان ثابته كړې چې نوې پاكستان يو باوقار پاكستان جوړ شوے او هغه د امريكې پشمول ټولو هېوادونو سره د دوستې او برابر?? په بنياد اړيكې جوړو?? غواړي۔