اسلام آباد ۔ 01 مئی (اے پی پی) قومي اسمبلۍ ??ښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د ترهګرۍ پېښې په سختو ټكو ??ښې غندنه كړې ده او د ترهګرو د بريد فعاله ځواب په كولو ئې پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د شورؤ په ورځ خپل بيان ??ښې ده ووئيل د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته سلام وړاندې كوو۔ ددې شهيدانو د قربانيو لامله پاكستان د امن مركز جوړ شوې دې۔ ده ووئيل د ترهګرو په ضد ټول اولس يو موټې دې۔ پاك پوځ او امنيتي ادارو سره څنګ په څنګ به د ترهګرۍ تر ختمولو عزم او استقلال سره مخ په وړاندې ځو۔ ده ووئيل د شهيدانو كورنيو د هېواد او قام لپ??ره سترې قربانۍ وركړې دي كومې ??ه چې چرې هېرولې نه شي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دې شهيدانو ته جنت الفردوس ??ښې اعلی مقام وركړي او غمجنيو كورنيو ته دې د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔