اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي و??يلي دي سي پېك او بي آر آئي مسابقتي منصوبې نه دي بلكې سي پېك ٬ د بي آر آئي فلېګ شپ منصوبه ده٬ دې منصوبو س??ه به د دواړو روڼو هېوادونو تر??ېن??ه اړيكې لا پراخه او مستحكمې شي۔ د زيارت په ورځ د چين ټي وي چېنل سره خپلې مركه كښې خارجه وزير ووئيل مستقل مزاجي ٬ باور او په هر حالت كښې يو بل سره كلك اودرېدل د پاكستان او چين د اوږدې مودې اړيكو بنيادي و??وهات دي٬ كوم چې به اوسنې حكومت لا مستحكم كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل د سي پېك خاص اقتصادي زونز جوړ كړې شوې چې مقصد ئې نه يوازې دوه اړخيزه سرمايه كاري زياتول دي بلكې په سي پېك كښې نورو هېوادونو سره عېر ملكي سرمايه كارو ته بلنه هم وركول دي ۔ ده ووئيل چين د سړكونو ٬ رېلوېز ٬ فائبر او اوپټكس انفراسټركچر جوړوي چې ورس??ه به درېمې ډلې ته منصوبې سره تړون لپاره آساني وي۔ خارجه وزير ووئيل د درېم ډلې سرمايه كارۍ ٬ روزګار موقعو ٬ د ټېكنالوجۍ ټرانسفر ٬ سيمه ايز استحكام او اقتصادي پرمختګ كښې به لا اضافه اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان د چین اولس مشر زي جن پنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړې ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ٬ افغانستان او د چین تر??ېن??ه درې كسيزه ستراتېژكې خبرې اتر?? هم خوشبينه پېشرفت دے ۔ ده ووئيل پاکستان د افغان حکومت او اولس په مشرۍ كښې د امن عمل ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل چين نه يوازې اقتصادي بلكې شاندار بشري پرمختګ هم كړې دې