اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمرا?? خان د پاكستان فلاحي رياست جوړولو عزم پخلې كولو سره وئېلي دي بې وزله طبقې له د روزګار٬تعليم٬صحت او انصاف وركولو ته پام لرنه كوو٬په راتلوونكو ورځو كښې به د غربت خاتمې لپاره بشپړ مربوط نظام معارفې كولې شي٬د كومې هم ټولنې پرمختګ لپاره ضروري ده چې كمزورې او پسمانده طبقې خېرښېګړی ته پام لرنه وكړي٬اوسنې ح??ومت پھ دې اړه موثر ګامونه پورته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ګل په ورځ په وزيراعظم آفس كښې مستحقو كسانو ل?? د صحت انصاف كارډ جاري كولو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل 70 فيصده غريبو كورنيو ل?? به په دوه پړاؤنو كښې د صحت انصاف كارډ وركولې شي او دې سره به د عام وګړي په ژوند ښه اثرات مرتب شي۔ده ووئيل زياتره غريبانان د خپلې غريبۍ په وجه درملنه نه شي كولې٬ده د خپلې مور د ناروغۍ حواله وركولو سره ووئيل كله چې زما ??ور د كينسر په رنځ پرېوتله نو هغه وخت پاكستان كښې د كينسر كوم روغتون نه ؤ ۔وزيراعظم ووئيل د كينسر پشمول زياتره ناروغۍ داسې وې د كومو په درملنه چې زيات خرڅ راځي او ل?? امله يې غريبانان خپل كورونه او سر زر خرڅوي۔ده ووئيل د صحت انصاف كارډ چې چا سره وي نو هغوي به د خپلې كورنۍ درملنې په اړه فكرمند نه وي۔ده ووئيل د فاټا اولس سخت حالات ليدلي او تر دې دمه هغه په بشپړھ توګه بحال شوي هم نه دي٬د قبائېلي سيمې ټولو كورنيو ته به صحت انصاف كارډ جاري كولې شي دغسې چې هغوي ته آسان?? وركړې شي۔ده ووئيل ډاكټر ياسيمن راشد هم د روغتيا په څانګه كښې كار كوي او يو كروړ صحت كارډ به پنجاب له وركولې شي۔وزيراعظم د هېواد صورتحال ذكر كولو سره ووئيل حكومت د ټېكسټائل پشمول په ټولو څانګو كښې آسان?? وركوي دغسې چې ځوانانو ته د روزګار موقعې وركړې شي۔ده ووئيل كومې پالېسۍ چې جوړیږي په هغې كښې دا خبره تر نظره ساتلې كېږي چې دغې پالېسو سره به غريبي كمه شي۔ده ووئيل درآمدات او برآمدات كښې د فرق په وجه د ډالر قدر زيات شوے او د روپۍ قدر كم شوې چې له امله يې د اولس ستونزې زياتې شوي دي د كومو چې مونږ احساس لرو او د صورتحال ښه كولو ل??اره ګامونه پورته كوو۔وزيراعظم ووئيل يو څو ورځو كښې به د غريبۍ ختمولو يو كوټلې پروګرام معرفي شي۔ده ووئيل كومه هم ټولنه تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې په لاندې طبقو سرمايه كاري ونه كړی شي۔د نړۍ زياتره هېوادونه زمونږ څخه وړاندې روان دي ځكه چې په تېر وخت كښې دې ته پام لرنه نه ده شوې۔ده ووئيل مونږ دې ته پام لرنه كوو چې وسائل په څه ډول خرڅ كړی شي اول به د روغتونونو څخه كار پیل كولې شي۔ده ووئيل په نورو څانګو كښې به ښه والې راوستلې شي۔ده ووئيل عام وګړي له انصاف وركولو ل??اره په ليګل ايټ وركولو غور كوو۔دې څخه وړاندې وزيراعظم مستحقو كسانو ل?? د صحت انصاف كارډز وركړل۔په دې موقع د صحت وفاقي وزير عامر محمود كياني د صحت انصاف كارډ په حقله تفصيلاتو نه خبرولو سره ووئيل د صحت انصاف كارډ پروګرام وړومبي پړاؤ پیل كوو دې سره به تر 7 لكه 20 زره كورنيو وړيا درملنه باوري شي۔ده ووئيل د صحت په څانګه كښې ښه والي له اقدامات كوو چې ترمخه به يې په اسلام آباد كښې درې نوې روغتونونه جوړولې شي۔ده ووئيل د پاكستان قام په وزيراعظم عمرا?? خان باور كوي هم دغه وجه ده چې هغه د كينسر تر ټولو ل??يې روغتون جوړ كړې او په روغتون