اسلام آباد 24 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي د هائبر ففته جنرېشن وار د لارې نوې نس?? تباه كړې كېږي٬پاكستان به د نشه اي توكو څخه پاكولې شي٬د خپلې ټولنې اقدار به ??حا??ول وي٬پاكستاني قام په ځانګړو قربانيو وركولو خپل تحفظ كړې٬قوي او پخواني نظام كښې به د ماشومانو ښه تربيه كېدله٬د ژوند په زغل كښې مور او پلار خپل بچي نظرانداز كړي۔د زيارت په ورځ هلال احمر پاكستان كښې د اسلام آباد ضلعي انتظامې د سيوري لاندې”نشه اي توكو څخه پاك اسلام آباد”په سرخط سېمينار ته خپل خطاب كښې ده و??ئي?? د ??و بل لپاره احساس او دړد د وړاندې غوندې نه دې پاتې٬د ژوند زغل او خواهشاتو ترسره كولو كښې مونږ دومره وړاندې تللي يو چې خپلې انفرادي او اجتماعي ذمه وارۍ مو هېرې كړي۔ده و??ئيل وړاندې به چې پھ يو كور كښې مړے وشو نو تر لرې لرې به خلق غمجن وو۔د يو بل لپاره به په زړه كښې دړد او تكليف لرلې شو٬اوس په ټولنه كښې د وړاندې غوندې جذبه پاتې نه ده پاتې ۔ده و??ئيل د ژوند په زغل كښې مور او پلار خپل بچي نظرانداز كړې او بچي يې استاذانو او ملازمانو ته سپارلې ۔وړاندې به مور او پلار په خپلو بچو نظر ساتلو۔ده و??ئيل مور او پلار دې خپلو بچو له موبائل فون٬ټېبلټ او لېپ ټاپ نه وركوي او د هغوي په هلو ځلو دې نظر وساتي۔ده و??ئيل مونږ له به په خپل ځان كښې د لوے څښتن يره پیدا كول وي٬ دوهم وزير ووئيل پاكستان لويې قربانۍ وركړي٬د پاكستان په حقله بېلې پېشنګوائۍ شوي خو لوے څښتن په فضل پاكستان قائم او دائم دے ۔ده و??ئيل مونږ له به په ګډه د يو ډلې پھ صورت هلې ځلې كول وي٬مونږ له خپل خانداني نظام ??حا??ولو ته اړتيا ده۔ده و??ئيل مدرسو او تعليمي ادارو كښې د نشه اي توكو په ضد خبرتيا پیدا كولو له اقدامات كېږي٬د مدرسې د ټولو ماشومانو تحفظ د رياست ذمه واري ده۔هغوي له به جديدې آسانۍ وركولې شي او هغوي به د ټولنې د نورو ماشومانو سره يو برابر كول وي۔