اسلام آباد 14 نومبر (اے پی پی) د ا??غانستان د بهرنيو چارو وزارت د اېس پی طاهر خان داوړ مړې د ننګرهار ولايت څخه د ترلاسه كيدو تصدیق كړې ٬ په دې لړ كښې د ا??غانستان د بهرنيو چارو وزارت کابل كښې د پاکستان سفارت خبر كړې ، د مړې سره نزدې د طاهر خان داوړ سروس کارډ هم ترلاسه شوې۔ د شورو پھ ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د ا??غانستان د بهرنيو چارو وزارت کابل كښې د پاکستان سفارت خبر كړې چې د ننګرهار ولايت در بابا ولسوالۍ ځائې كسانو ته يو مړے ترلاسه شوې۔ افغان چارواكو تصدیق کړې چې د مړې سره نزدې د خېبر پښتونخوا د اېس پی طاهر خان داوړ سروس کارډ هم ترلاسه شوې۔ ځائې پوليس مړې د مومند درې ډسټرکټ او بيا دې نه پس افغان چارواكو ج??ال آباد ته منتقل کړې۔ د مړي وصو??ی او ضروری کارروائی بشپړيدو نه پس به ج??ال آباد كښې د پاکستان قونصلیټ جنرل مړې د طورخم پولې د لارې پاکستان ته راوړي۔ وياند له مخې د ا??غانستان د بهرنيو چارو وزارت د ا??غان سفارت سره نزدې رابطه كښې دې دغسې کابل كښې هم د پاکستان سفارت د تيرې شپې راهسې د ا??غانستان د بهرنيو چارو وزارت سره په تماس كښې دے