اسلام آباد 05 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د وزيراعظم د چين كاميابې دورې سره به سيمه كښې د پرمختګ او څوكالۍ نوې دور پېل شي٬د (ن)ليګ په وجه د چين پشمول د نورو هېوادونو سره د اړيكو ځپلې كېدو تاثر ناسمه دے٬د چين سره د سپيس پروګرام ترمخه په 2022 كښې به وړومبې پاكستانې خلا ته لېږلې شي٬د اوسني احتجاج په مهال املاك ته زيا?? رسونكو او د شرخوښو عناصرو په ګوته كولو لهپاره ډېډ لائن ور??ړې شوې٬اپوزېشن د اوسنو دهرنو په مهال د سياسي بلوغت څرګندونه كړې٬د حكومت په مرسته كولو يې دا ثبوت ور??ړې چې ټول پاكستانيان يو موټې دي٬د احتجاج كوونكو سره د خبرو اترو كولو ډلې په زيركتيه سره بحران حل كړی٬مېډيا ته ور??ړې كېدونكو اشتهاراتو كښې د حكومت اجاره داري ختمولو پشمول ځينې ګامونه بورته كړې شوي۔د ګل په ورځ لاهور پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې خبري كنفرنس په مهال وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د چين كاميابې دورې سره به په سيمه كښې د پرمختګ او څوكالۍ نوې دور پېل شي۔د سعودي عرب دورې غوندې د وزيراعظم د چين دوره هم كاميابه ده٬ د دې دورې پھ مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي لوظ نامې هم لاس ليك شوي۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم د چين دورې سره به د كركيلې پشمول په نورو څانګو كښې د پرمختګ نوې لارې رامخې ته شي۔ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه تج??رت به اوس د ډالرو په ځاې د چين په كرنسۍ كېږي ځكه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ ډالر تج??رت سره په كرنسي فشار راتللو خو اوس دې تاريخي اقدام سره به دا آغېز نه كېږي ۔ فواد چوهدرې ووئېل د چين د اړخه د ترلاسه كېدونكي اكنامك پېكج به د وزيراعظم راستنېدو نه پس د خزانې وزير اسد عمر او د پلاننګ وزير خسرو بختيار تفصيلات وړاندې كړي۔ده ووئيل پاكستان چين سره ستراتېژېكي اړيكې لري٬زمونږ د چين سره سپيس پروګرام ه?? مخ په وړاندې روان دې چې ترمخه به يې په 2022 كښې وړومبې پاكستانې خلا ته لېږلې شي٬ د (ن)لارښودې مريم اورنګزېب په بيان حپل غبرګون كښې وفاقي وزير ووئيل د چين او پاكستان اړيكې د شخصياتو په وجه نه دي جوړې ٬د (ن)ليګ په وجه دا اړيكې ځپلې شوې نه دي بلكې د چين سره زمونږ اړيكې نورې هم ښې شوي ۔ د اطلاعات وزير ووئېل د (ن)ليګ په وجه د چين پشمول د نورو هېوادونو سره د اړيكو ځپلې كېدو تاثر غلط دې۔دا مهال د بېلو هېوادونو سره د پاكستان اړيكې لا ښې شوي۔ ده ووئېل د اروپائي ائتلاف سره اړيكو كښې ښه والې راغلې٬د مينځني آسيا د مسئلو حل له بايد د وزيراعظم عمران خان په كردار پاكستانيان وياړ ولري۔ده ووئيل د ايوب خان٬لياقت علي خان او ذوالفقار علي بهټو په وخت كښې چې د پاكستان كوم مقام و اوس هغه مقام بيا ترلاسه شوې او د اسلامي نړۍ په پاكستان باور بحال شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د يمن په معامله پېشرفت روان دې چې پكښې اړوندې ډلې شاملې كړې شوي۔په دې لړ كښې د وزيراعظم وړاندېز به د ټولې اسلامي نړۍ په ګټھ وي۔وفاقي وزير ووئيل د اسلامي نړۍ شخړی هوارول زمونږ مشن دے۔ده ووئيل د مذهب په نامه سياست ??وونكو ټولو ته معلومه ده او د تحريك انصاف حكومت ماډل د