اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ دلاسه د 10 بې ګناه كشميريان د وژنې پېښه په سختو ټكو غندلو سره نړيوالو ورورولۍ ته خواست كړې چې هغوي په كشمير كښې د قابضو هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينو خ??اف ورزيو سخت نوټس واخلي۔ د ګل په ورځ د خارجه وز??رت لخوا جاري شوي پرېس ??يليز ترمخه شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه كشميركښې د هندي ځواكونو لخوا رياستي ترهګري روانه ده۔ د مقبوضه كشمير اولس په نښه كولې شي څوك چې د خپلواكۍ خپل منلې شوي حق لپاره غږ پ??رت?? كولو څخه منع كولې شي۔ ده ووئېل پاكستان د مقبوضه كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او د مقبوضه كشمير اولس حوصلې او عزم ته سلام كوي۔ ده ووئيل د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په سختو خ??اف ورزيو بايد فوري ګام پ??رت?? كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې هغوي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خ??اف ورزيو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن په راپور فعاله ګامونه پ??رت?? كړي او په هند زور راوړلې چې هغه مقبوضه كشمير كښې وژنې او زور ظلم او زياتې بند كړي او د ملګرو ملتنو د بشري حقونو كمېشن ته پلټنيو له مقبوضه كشمير ته د تللو اجازه وركړي