اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د سېنېټ٬ قامي اسمبلۍ او د څلورو واړو صوبائي اسمبلو غړي به د ستمبر په 4مه نېټه نوې اولس مشر ټاكي۔ د پاكستان د ټاكنو كميسون له مخې په اسلام آبا??٬ لاهور٬ كراچې٬ پېښور او كوئټه پريزائيډنګ افسرانو سره د نامزدګې كاغذونه د اګست د 27مې نېټې تر نيمې ??پې جمع كېدې ??ي۔ په اسلام آباد كښې به ريټرنګ افسران د نامزدګې د كاغذونو جانچ پړتال د اګست تر 29مې نېټې سهار لسو بجو پورې كوي۔ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې كانديدان خپل كاغذونه د نامزدګې نه پس بله ورځ د ??پې تر دولسو بجو بېرته اخستې ??ي۔ په كراچې ٬ پېښور او كوئټه كښې به په صوبائي اسمبلو كښې پولنګ سهار لس بجې پېل كېږي كوم به چې د مازديګر ??ر څلورو بجو روان وي۔ د اولس مشر ممنون حسېن پنځه كلنه موده راتلونكې مياشت پاې ته رسي۔