اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) ??ول?? مشر ممنون حسېن دا هيله څرګنده كړې چې ??اکستان او ایران به د پولې نه پورې د چېلنجونو مخنيوي لپاره هڅې دوامدارې ساتي٬ د لوړې كچې ??لاويو تګ رات?? سره به د دواړو هېواددونو ترمېنځه دفاعي اړيكې لا ښه شي۔ ??ول?? مشر دا خبرې د ايران د وسله وال پوځ مشر مېجر جنرال محمد حسېن باقري سره كړې چا چې د ګل په ورځ ??ول?? مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دواړو هېوادونو قوي او شريكې د ورورولۍ اړيكې په شريكه عقيده٬ كلتور او تاريخ آډانه دي۔ ده ووئيل تېر كال د ??ول?? مشر روحاني د پاكستان راتږ او د پاكستان د وسله وال ځواك مشر د ايران دورې سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكو اړيكو يو نوې دور پېل شوې۔ ده زياته كړې چې د ګوادر هوائي مېدان منصوبې مقصد د منطقې د بېلا بېلو هېوادونو ترمېنځه مواصلاتي رابطو زياتول دي او دا منصوبه به ټولې منطقې لپاره ګټوره وګرځي۔ ??ول?? مشر ممنون حسېن ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان د منطقې په ګټه دے او پاكستان د افغانستان مشرانو او ??ول?? د خوښې له مخې د امن او استحكام بح??لۍ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د ګاٶنډي هېوادونو په حېث پاكستان او ايران افغانستان كښې كوټلې امن لپاره هڅې كوي۔ ??ول?? مشر ووئيل امن او پرمختګ لپاره پاكستان ايران سره مرسته لا ښه كول غواړي۔