اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) سېنې?? كښې د پښتونخوا م??ي عوامي ګوند غړو د فاټا په حقله د بل وړاندې ك??لو د تحريك مخالفت او د غونډې نه واك آؤټ كړے دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د قانون وزير محمود بشير ورك چې بل ايوان ته وړاندې كړو نو د پښتونخوا م??ي عوامي ګوند سناتور عثمان كاكړ پاسېدو او وې وئيل هغه او نور غړي په دې خبره ك??ل غواړي۔ چيئرمېن دوي ته اجازه وركړه او هغه ووئ??ل ?? فاټا يو تاريخ دے٬ زمونږ د ګوند په منشور كښې د 40 كلونو نه دا غوښتنه شامله ده چې اېف سي آر دې ختم كړے شي۔ د فاټا اولس به د جرګو د لارې پرېكړې كولې٬ هتله جرائم نه وو۔ هغه ووئېل په مېران شاه٬ مېر علي كښې د زرګونو په شمېر دوكانونه تباه كړې شوي۔ د فاټا اولس ترهګر نه وو۔ هغه ووئيل د آئين د آرټيكل 247 خلاف وزري كېږي۔ يوازې اولس مشر د فاټا په اړه قانون بدلولې شي۔ هغه ووئيل د فاټا اولس انضمام نه غواړي۔ سبا چې هر څه كېږي٬ ذمه وار به ئې دا ګوندونه وي۔ دې سره سناتور عثمان كاكړ او د هغه د ګوند غړو د ايوان نه واك آؤټ وكړو