اسلام آباد ۔18مئی (اے پی پی) د چين سنټرل ملټري كمېشن ??ائ?? چيئرمېن جنرل ژينګ يوژيا (نن)د جمعې په ورځ د ايئر هېډكوارټر اسلام آباد دوره كړې ۔د چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل م??اهد انور خان هېډكوارټر ته په رسېدو د خاص مېلمنو هركلے وكړو۔د ايئر فورس يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔پھ دې موقع د هغه د پاك فضائيه پ??نسپل سټاف افسرانو سره تعارف وكړې شو ۔خاص مېلمه د ايئر چيف مارشل سره ځانله يو ملاقات هم وكړو چې د دې څخه وروستو دواړو لارښودو د شريكې خوښې چارو په اړه د باضابطه خبرو اترو په مهال د خپلو خپلو پلاويو مشري وكړه۔دواړو لارښودو د پاك فضائيه ا?? پيپلز لبرېشن ايئر فورس ترمينځه په موجوده په زړه پورې مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه ا?? د مرست?? لا زياتولو لباره ئې د خپل عزم پخلې وكړو