پینډۍ 25 اپرېل (اے پی پی) د دف??ع وزير خرم دستګير وئېلي دي چې پاكستان د امنيتي ځواكونو او د وګړو قربانو سره خپلې خاورې څخه ترهه ګري ختمه كړې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ته د 120 بلين ډالر څخه زيات اقتصادي زيان شوې٬ټاكلې شوې ج??هوري حكومت او پارلمان د ترهه ګرۍ ختمولو له نېشنل ايكشن پلان خپل كړې۔ده په بيجنګ كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د دف??ع وزيرانو غونډې ته خطاب كولو۔د غونډې مشري د چين سټېټ قونصلر او د دف??ع وزير جنرل وائي فنګ كوله۔د دف??ع وزير انجينئر خرم دستګير د پاكستاني پلاوي مشري كوله۔په پلاوي كښې ډي جي جے اېس لېفټيننټ جنرال ظفر ملك د خارجه وزارت ډي جي ظهور احمد او بيجنګ كښې دف??عي اتاشي برېګېډئر احمد بلال شامل وو۔د شنګهائي مرستې تنظيم د دف??ع وزيرانو 2017 كښې په تنظيم كښې د پاكستان او هند د غړي جوړېدو نه پس دا وړ??مبۍ غونډه وه٬د دف??ع وزير د سيمې او ګ??ونډيانو لپاره په افغانستان كښې د روانو خنډانو پشمول د آئي اېس آئي اېس موجودګي په ګوته كړه۔ده ووئيل خپل هم څنګ له باور وركړو چې په دوه اړخيزه چارو به چا ته د اثر انداز كېدو اجازه نه شي وركولې۔ده ووئيل ټول مسائل به د شريكو هڅو د د لارې حل كولې شي۔ده د شنګهائي مرستې تنظيم د غړي په حېث وړ??مبي سركاري غونډه كښې ګډون سره اعلاميه لاس ليك كړه۔ ده د امن٬استحكام٬ پرمختګ او څوكالۍ سره د يو شريكې كميونټي جوړولو”شنګائي سپرټ”لپاره د خپلې مرستې وړاندېز وركړو۔په غونډه كښې د پاكستان سره سره د چين٬قزاخستان٬كرغزستان٬روس٬تاجكستان٬ازبكستان او د هند د دف??ع وزيرانو ګډون كولو۔د بېلاروس د دف??ع وزير د مندوب په حېث په غونډه كښې ګډون كولو