اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت سركاري او پرائيوېټ سكيمونو كښې په حج كوټه د اسلام آباد هائي كورټ پرېكړه سپريم كورټ كښې د چې??نج كولو پرېكړه كړې ده۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو ترمخه اسلام آباد ہائیکورټ د سرکاری سکیم کوټه 60 فیصد او د پرائیوېټ سکیم 40 فیصد مقرر كولو پرېكړه كړې۔ بياهم د مذهبي چارو وزارت به د اسلام آباد هائي كورټ ت??صيلي پرېكړې جاري كولو څخه وروستو سپريم كورټ ت?? رجوع كوي۔ د روان كال په مهال حج پالېسۍ كښې د وفاقي كابينې منظورۍ څخه وروستو د سركاري سكيم كوټه 67 فيصد او د پر??ئې??ېټ سكيم كوټه 33 فیصد مقرر كړې شوې وه۔ كومه چې پرائیوېټ ټوور آپرېټرز په لاهور، کراچۍ او سکھر هائیکورټس كښ?? چې??نج كولو سره دوئي حكم امتناعي ترلاسه كړې وو۔ د مذهبي چارو وزارت په استدعا سپريم كورټ ددې ټولو كېسونو اسلام آباد هائي كورټ كښې يو ځائې كولو سره ددې د اورېدو حكم جاري كړې وو۔ دې څخه وروستو اسلام آباد هائي كورټ په خپله مختصره پرېكړه كښې حكم كړ?? چې د سركاري سكيم حج كوټه دې 60 فيصد او د پرائیوېټ سکیم حج کوټه دې 40 فیصد كړې شي۔ بلخوا د مذهبي چارو وزارت د دې پرېكړې په ضد سپريم كورټ ت?? د رجوع كولو پرېكړه كړې۔