اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال په مشرۍ كښ?? د ويزې او پاسپورټ په چارو 6 سفارتخانو سره ويډيو كنفرنس شوے۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت كښ?? پھ شوې دې غونډه كښ?? په برتانيه٬سعودي عرب٬متحده عرب اماراتو٬قطر٬بحرين٬عمان او كويت كښ?? د پاكستان سفيرانو د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښ?? د پاسپورټ ډي جي٬د نادرا چيئرمېن او د كورنيو چارو د وزارت چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع په بېلا بېلو هېوادونو كښ?? د پاكستان سفيرانو د كورنيو چارو وزير د پاسپورټ او ويزې په اړه د پاكستانيانو د ستونزو نه خبر كړو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل بهر مېشته پاكستانيان د پاكستان قيمتي اثاثه او سرمايه ده۔د دوي لخوا پاكستان ته رالېږلې ترسيلات زر د هېواد په معاشي پرمختګ كښ?? مهم كردار ترسره كوي۔ده نادرا او د پاسپورټ محكمو ته د بهر مېشته پاكستانيانو د ستونزو په سمدستي توګه د لرې كولو احكامات جاري كړل چې د بهر مېشته پاكستانيانو شناختي كارډ آسانيو لپاره دې اقدامات وكړې شي۔د كورنيو چارو وزير په مدينه منوره كښ?? د پاسپورټ دفتر جوړولو احكامات هم جاري كړل۔ده د بهر هېوادونو څخه پاكستان ته راتلونكو لپاره د ويزې فيس معقول كولو امر هم وكړو۔ده پھ دې لړ كښ?? د خارجه وزارت او د كورنيو چارو وزارت ته په ګډه د كار كولو ووئېل۔د كورنيو چارو وزير په برتانيه او خليجي هېوادونو كښ?? د پاكستان سفيرانو ته سپارښتنه وكړه چې هغوي دې برتانيې خليجي هېوادونو سره د ويزې اي??ول??شن لوظ نامې د كار دائره زياتولو لپاره خپل كردار ترسره كړي دغسې چې پاكستانيان په دې هېوادونو كښ?? د ويزې ترلاسه كولو او سفر كومو ستونزو سره مخ نه شي