اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاكستان د ترهګرۍ ملا ما??ه كړې او پاتې ترهګر د پولې بلې غاړې نه پاكستان ته راځي د كومو مخنيوي ل?? چي په پاك افغان پوله خار دار تار لګولې ك??ږي چې په سبب به ئې ډېر زر په دې سيمه كښ?? د ترهګرۍ بشپړه خاتمه وشي٬ په دې لړ كښ?? پاكستان د افغان دولت سره پرله پسې په تماس كښ?? دے۔ اولس مشر دا خبره د ماليزيا رائل نېوي مشر مشر اېډمرل تان سري احمد قم??الزمان اېچ جي احمد بدرالدين د ګل په ورځ وكړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښ?? ملاقات كړې۔ د دې نه وړاندې په ايوان صدر كښ?? په يوه دستوره كښ?? اېډمرل تان سري احمد قم??الزمان اېچ جي احمد بدرالدين ته نشان امتياز ملټري هم وركړو۔ په دې موقع په ايوان صدر كښ?? د ماليزيا سفير اکرام بن محمد ابراهیم او د چیف آف نیول سټاف اېډمرل ظفر محمود عباسي نه علاوه لوړ پوړي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل دواړه هېوادونه د ورورولۍ مثالي اړيكې لري٬ مونږ خوشحاله يو چې د “آسيان” بشپړه ډائيلاګ پارټنر شپ ترلاسه كولو لپاره ماليزيا تل د پاكستان ملګرتيا كړې چې مونږ ئې مننه كوٶ۔ اولس مشر د دواړو هېوادونو د بحريې ترمېنځه په پېشه ورانه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او د دې خواهش څرګندونه ئې وكړه چې دا اړيكې لا مستحكم كولو لپاره د لوړې كچې د پلاويو تګ راتګ پكار دې۔ اولس مشر ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد ضرب عضب او ردالفساد عمليات كاميابۍ سره مخ شوي او هېواد څخه د ترهګرۍ خاتمه شوې۔ اولس مشر ووئيل اوس د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ سلسله روانه ده د كومې مخنيوي لپاره چې افغان دولت سره خبرې اترې روانې دي۔ اولس مشر ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه د ترهه ګرۍ د مخنيوي خاص تجربه لري او اوس په دې لړ كښ?? ملګرو هېوادونو له تربيه هم وركولې شي