پیښور 20 نومبر (اے پی پی)د وزيراعظم صلاحكار او د پاكستان مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي په خوږ هېواد كښې دا مهال حاجت اتحاد٬اتفاق٬يووالي او يوبل برداشت كولو ته دے۔ده ووئيل زمونږ معمولي غلطي د يو لويې نقصان لاره ثابتېدې شي٬په هېواد كښې بايد د ټولو قوتونو ايجنډا او مقصد د پاكستان پرمختګ او سلامتيا وي۔هېواد دښمنه عناصر پاكستان د پرمختګ لارې څخه ا??وا كولو ته سترګ?? په لار ناست دي چې كله به پاكستان كښې انتشهار او بې سكوني خپره كړي۔د د?? خيالاتو څرګندونه ده په ديولئ سوات كښ?? د ??جيح الزمان د پلار فاتحه خوانۍ څخه وروستو د ابلاغ نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل د ګوند كارمندانو قيمتي اثاثه لارښود محمد نواز شريف او د محمد نواز شريف قيمتي اثاثه كارمندان دي٬د دوي يو بل سره په رابطو لرلو دې چا ته تكليف نه رسي۔ده ووئيل اېبټ آباد كښ?? د ??حمد نواز شريف ځانګړی هركلے د د?? خبرې ع??اسي كوي چې مسلم ليګ(ن)به په راتلونكو ټول ټاكنو كښې هم كاميابي ترلاسه كوي۔