پېنډي 24دسمبر(اے پی پی) د پاك فضائيه مشر اي??ر چيف مارشل ظهير ??حمد بابر سيدهو سره د آذربائيجان د دفا?? نائب وزير ??و ډائرېكټر جنرل ايګل قربان??ف په قيادت كښې پلاوي ليدلي۔ د ملاقات په مهال د ش??يك?? خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د آذربائيجان په پلاوي كښې د دفا?? نائب وزير ??و د آذربائيجان ايئرفورس كمانډر لېفټيننټ جنرال نامګ اسلام زادے هم شامل و۔ د ملاقات په مهال اي??ر چيف د پاك فضائيه اوسنۍ كاميابۍ رامخې ته كړې كومې چې جديد جنګي څانګو كښې د آپرېشنل وړاندې والې د هغه د وژن عكاسي كوي۔اي??ر چيف د وسله والو ځواكونو ترمينځه د موجوده دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو او په خاص توګه آپرېشنل او تربيتي څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم پخلې وكړو۔ده د تربيتي مرستې په اهميت رڼا واچوله۔ده په ګوته كړه چې تربيتي پروګرام د شيډول له مخې روان دے او تراوسه 50 فيصده څخه زيات تربيتي اهداف ترلاسه كړې شوي۔د پلاوي غړو د پاك فضائيه عملې تاريخي او مثالي پيشه وره صلاحيتونه وستائېل۔د مېلمنو پلاوي د پاك فضائيه د سيوري لاندې 70 فضائي عملې او تكنيكي پوهانو له په وركړې شوې تربيه د اطمينان څرګندونه وكړه۔د دې نه پس پلاوي په ايئر هېډكوارټر كښې جوړ د پاك فضائيه سائبر كمانډ دوره وكړه چرته چې هغوي له د پاك فضائيه د آپرېشنل صلاحيتونو او جديدت روانو هڅو په اړه بريفنګ وركړے شو۔