لاهور 08 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چیمپئنز ټرافی په اړه د پي سي بي چیئرمېن محسن نقوی اصولی ??وقف ستائلو سره ووئيل د هغه موقف د هر پاکستانی د زړه غږ دے،د پي سي بي چیئرمېن په آئی سی سی كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس ترجمانی کړې ده، د پاکست??ن عزت ت?? ټولو مقدم دے۔ پرائم منسټر ا??فس پرېس ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د كورنيو چارو وفاقی وزیر ا?? د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی ملاقات کړې او وزیراعظم ئې د آئی سي سي چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ پیشرفت په اړه خبر کړې۔ وزیراعظم د چیمپئنز ټرافی په اړه د پي سي بي چیئرمېن اصولی ??وقف وستائلو او د چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ په اړه په محسن نقوی ئې د بشپړه باور څرګڼدوني سره ووئيل د چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ په اړه د هغه موقف د هر پاکستانی د زړه غږ دے۔ وزیراعظم ووئيل هغه آئي سي سي كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس ترجمانی کړې ده، د پاکست??ن عزت ت?? ټولو اول دے۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د كورنيو چارو وزير خبر ??ړو چې پي سي بي پاکستان كښې د چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ کولو لپاره په بشپړه ډول چمتو دے،مونږ د پاکستان او کرکټ ګټه غواړو، انشا الله چیمپئنز د ټرافی په اړه به ښه خبر رامخې ته شي۔