اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی)پاکستان او بېلاروس د دو?? اړخیز?? اړیکو په اوسني مثبت رفتار د اطمینان څرګندونې کولو سره د خپل تړون لا مستحكمولو ٬ د بين الپارليماني تبادلو مضبوطولو او دو?? اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو له د شريك عزم پخلي كولو سره سره د اداره جاتي مرستې د لارې د دې رفتار برقراره ساتلو ته اتفاق كړے دے۔ د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوكاشينكو د پاكستان دورې په مهال د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د نهې په ورځ د پلاويو په كچه خبرې وشوې او يو شمېر لوظنامې او د تفاهم يادښتونه يې لاس ليك كړل۔ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جمهوري بېلاروس صدر الېګزېنډر لوكاشيكو او وز??راعظم شهباز شريف د خپل خپل پلاوي مشري وكړه۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه د خبرو دا پړاؤ د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د غوره دو?? اړخيز?? اړيكو عكاسي كوي۔ دواړو اړخونو د دو?? اړخيز?? اړيكو بشپړ سپېكټرم سره سره په مهم سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وكړه او دو?? اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو ٬ د بېن الپارليماني تبادلو لا مضبوطولو او په خاص توګه دو?? اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو له يې د دواړو هېوادونو د شريك عزم پخلے وكړو۔ وزیراعظم شهباز او صدر لوکاشینکو د پاكستان او بېلاروس ترمينځه د اړيكو په موجوده مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښودو د اعلی كچ په ملاقاتونو او د اداره جاتي مرستې د لارې د دې رفتار برقراره ساتلو ته اتفاق وكړو ۔ دوئي د يو شمېر لوظنامو او د تفاهم يادښتونو (اېم او ېوز) لاس ليك كېدو مشاهده هم وكړه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او بېلاروس ترمينځه 2025-2027 لپاره د بشپړې مرستې په روډ میپ سلاح راغله۔ د دې فرېم ورك د لارې د دو?? اړخيزې مرستې په اقدامات او د سيمه ايز اقتصادي تړون په اهميت زور راوړلے شوے۔ دواړو اړخونو په دو?? اړخيزه مرسته كښې تندي راوستلو له د مطلوبه قانوني تګلارې په ښه كولوهم اتفاق وكړو۔ د بېلا روس صدر د اړيكو نوو اړخونو له د پاكستان د وز??راعظم د عزم ستائنه وكړه او په دې لړ كښې يۍ د خپل حكومت لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ ده وز??راعظم ته د بېلاروس دورې كولو بلنه هم وركړه چ?? ورسره به دو?? اړخيز?? اړيكې لا پراخه شي۔ وز??راعظم د دورې بلنه قبلولو سره ووئيل د دغې دورې په مهال به د تفاهم يادښتونو ته د لوظنامو شكل وركړے شي۔ د بيان له مخې وز??راعظم اړوندو وز??رانو ته هدايات وركړل چې هغوي زر تر زره په دې لړ كښې ضروري ګامونه پورته كړي