ملګري ??لت????ه12 نومبر(اے پی پی)پاكستان د ملګرو ??لت??نو اسمبلۍ ته وئېلي دي په غزه كښې روان ج??ګ د سلامتي كونسل پنځو مستقل غړو ترمينځه د تقسيم له امله شخړې په موثره ډول حل كولو كښې ناكامي په ډاګه كړې۔ د مستقل چوكو په شمېره كښې اضافې ??خه سلامتي كونسل د شخړو هواري كښې په بشپړه توګه ناكامه راتللے شي۔په غزه كښې په جنګ بندۍ كښې د ناكامۍ نه پس دا اوس د وړاندې نه زياته ښكاره شوې چې سلامتي كونسل شخړې او امن او سلامتيا ته د رامخې ته شوو خطرو موثر ځواب وركولو كښې د ناكامۍ بنيادي سبب د هغوي د مستقل غړو په كومه پريكنده كاروائي نه متفق كېدل دي۔د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ??لت??نو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم 193 كسيزه اسمبلۍ كلنې مباحثه كښې وكړه ۔ده ووئيل اوس دا خبره ښكاره شوې چې سلامتي كونسل كښې د نوو مستقل غړو شاملېدو ??خه به د هغوي د ناكامۍ په امكانات كښې څو چنده اضافه اوشي۔منير اكرم ووئيل د ډېرو نورو غړو هېوادونو غوندې پاكستان هم د سلامتي كونسل مستقل چوكو كښې د اضافې د كوم هم تجويز خلاف دے٬ د ملګرو ??لت??نو دننه د استحقاق نوې مركزونه جوړول كوم جواز نه لر??۔ده ووئيل جنرل اسمبلۍ او سلامتي كونسل كښې په اصلاحات بين الحكومتي خبرې اترې(آئي جي اين)فروري 2009 كښې پیل شوې وې چې مقصد يې ملګري ??لت??نه نوې موثره ٬نمائنده او ځواب وركونكے جوړول ؤ خو هغه د تعطل ښكار شوې۔