اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د اېسوسی اېټډ پریس آف پاکستان او یونیورسټی آف سرګودھا ترمينځه د کمیونیکېشن اېنډ میډیا اسټډیز څانګې زده كوؤنكو لپاره د انټرن شپ موقعو برابرولو ، نیوز رائټنګ، رپورټنګ او د صحافت په بېلو اړخونو كښې تربيې وركولو له د تفاهم يادښت لاس ليك كړے شو۔ ??ېم او یو د اے پی پی منېجنګ ډائرېکټر ??ېم عاصم کھچی او د سرګودھا پوهنتون وائس چانسلر ملک قېصر عباس په رسمي توګه شوې يوه غونډه كښې لاس ليك كړو۔ په دې موقع پرو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر میاں غلام یاسین، د کمیونیکېشن اېنډ میډیا سټډیز څانكې چیئرپرسن ډاکټر مدثر حسېن شاہ او ګڼ شمېر زده كوؤنكي موجود وو۔ د لوظنامې له مخې سرکاری خبر رسنه اداره (اے پی پی) به د کمیونيکېشن اېنډ میډیا اسټډیز څانكې زده كوؤنكو ته موقعې او د رپورټنګ تربيه وركوي۔ اے پی پی به یو ایس ټي وي او وي او وي ایف ایم 98.2 سره نیوز پروګرامونو له مرسته كوي او خپل نيوز كرېډ ته به خصوصي رسنه به وركوي۔ دې سره سره دواړه به په ګډه تربيتي وركشاپس او د مېډيا اړوندو فعاليتونو اهتمام كوي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د اے پي پي ??ېم ډي ??ېم عاصم كھچي ووئيل ??ېم او یو سره به د تعليمي علم او میډیا پرېکټسز ترمينځه فرق ختم كړے شي۔ دا به د ميډيا زده كوؤنكو ته په صحافت كښې پوهه ترلاسه كولو له د ضروري مهارتونو خپلولو موقعه وركړي چې ورسره به دوئي د مسابقتي ميډيا په منظرنامه كښې بر لاسے ترلاسه كړي۔ ده زياته كړه چې دا ډول همكاري يو غوره او پېشه وره تربيه شوي افرادي قوت رامخې ته كولو له ضروري ده كوم چې په ټولنه كښې په زړه پوررې كردار ترسره كولې شي۔ عاصم کھچی په ميډيا فيلډ كښې په رامخې ته كېدونكو بدلونونو هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل “ډیجیټل میډیا زمونږ استعمال او د خبرونو د جوړولو تګلارې ته نوے شكل وركوي چې ورسره د نن خبريالانو لپاره موقعې او چېلنجونه دواړه رامخې ته كيږي۔ د اے پي پي ??ېم ډي ووئيل روایتی څخه ډیجیټل میډیا پلو منتقل كېدو لپاره مطابقت ، تکنیکی پوهه او د كتونكو په زياتېدنكي طلب ځان پوهولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل ??ېم او يو به زده كوؤنكي په دې فعاله منظرنامه كښې داسې تربيه كړي چې په سباؤن كښې به د میډیا پروفیشنلز جوړېدو جوګه شي۔ په دې موقع وائس چانسلر پروفېسر قېصر عباس د اے پي پي او د میډیا څانګې ترمينځه د تربيتي لوظنامې هركلے وكړو۔ ده ووئيل دا ډول لوظنامې به يو بل سره د تجربو سركولو له مهم كردار ترسره كړي۔ ده وئيل اے پي پي نه يوازې د هېواد دننه بلكې په ګرده نړۍ كښې مثبت كردار ترسره كوي۔ ده د پوهنتون زده كوؤنكو ته د زده كړې موقعو په وركولو د ??ېم ډي اے پي عاصم كچھي مننه وكړه۔ په دې موقع د اے پي پي اسټېشن انچارج مخدوم شاہ لطیف، د اے پی پی اېمپلائز یونین اسلام آباد صدر خضر زمان ملک، د ??ېم ډي سېکرټری ملک سلیم اعوان، د اے پی پی اېمپلائز یونین عمومي سېکرټری ملک ندیم حسېن ، د اے پی پی پېنل خبريال اطهر ندیم، رانا محمد وقاص او تنویر احمد قرېشی هم موجود وو۔