اسلام آباد۔5نومبر (اے پي پي ) د منصوبه بندۍ او ??صوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفیر منیر اکرم سره ملاقات وکړو ، ملاقات كښې د پاکستان په ترقیاتي تګلاره ، کوپ۔29 کانفرنس كښې ګډون له د جمتوالي په نيولو ??و په اقتصادي حکمت عملی د خیالاتو څرګمدونه وشوه ۔ د نهې په ورځ د جاري پریس ریلیز تر مخه احسن اقبال ووئېل پاکستان د ملګرو ملتونو ترقیاتي اهداف سره تړلے دے او په دې مياشت باکو كښې كېدونكې کوپ۔29 کانفرنس كښې به په زړه بورې ګډون كوي ، چرته به چې ماحولیاتي ترجیحات رامخې ته كولې شي ۔ ده ووئېل پاکستانے پلاوې به کانفرنس كښې سي??ه ايزې مرستې مستحکمولو ??ه پام لرنه كوي او ?? پاکستان پویلین كښې به ګول میز مباحثه منعقد کوي جې پكښې به ڼړيوال ګدون كوي ۔ د ملګرو ملتونو د تل پاتي ترقۍ اهداف (ایس ډي جیز) په اړه د پاکستان د هلو ځلو ??کر کولو ??ره وفاقي وزیر ووئېل پاکستان هغه وړومبے هېواد دے كوم چې دا اهداف د پارلیمان د لارې پخپله قامي ترقیاتي ایجنډ كښې په رسمي توګه شامل كړي ۔ وفاقي وزيراحسن اقبال ووئېل د ملګرو ملتونو د اړخه تل پاتي ترقۍ لپاره د 17 اهداف په اړه منصوبه بندۍ وزارت كښې به ډېر زر 17 ټاسک فورسز جوړ كړے شي كوم به چې په قامي او ??وبائي كچه د منصوبو نګراني کوي دغسې چې د دې نفاذ باوري كړے شي ۔ده ووئېل د پاکستان سټاک مارکیټ صورتحال باندې هم ده تبصرہ وكړه ٬ ده ووئېل 530 كښې يوازې 70 کمپنۍ داسې دي د كومو برآمدات چې 10,000 ډالر نه زيات دي ۔ ده هيله څرګنده كړه چې روانه سرمایه کاري او معاشي اصلاحات به پاکستان تل پاتي ترقۍ پلو ??وځي۔