??سل??م آباد 01 نومبر (اے پي پي)د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې د بمي چاؤدني غندنه ??ړې ده۔د جمعې په ورځ سېنېټ سيكرټريټ د اړخه جاري شوې بي??ن له مخې ده د چاؤدني په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن د غمجنو كورنيو س??ه د يووالي څرګندونه كولو س??ه د هغوي زغم لپا??ه دعا اوكړه۔ده ووئيل ترهه ګر د بلوچستان پرمختګ ته زيان رسول غواړي چې پكښې به هيڅ صورت كامياب نه شي۔كوم هم مذهب د ترهه ګرۍ اجازه نه ??ركوي۔ ده ووئېل ترهه ګر د ټول انسانيت دښمنان دي۔ موجوده حكومت د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ سره ولاړ دے