اسلام آ??اد??5 اکتوبر(اے پ?? پی) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د شمالي وزيرستان په اسپین وام سيمه كښ?? د ??پريشن په مهال د لېفټېننټ کرنل په شمول د پاك پوځ د ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاک پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړي دي ٬ ټول قام ته د پاك پوځ په ځوانانو وياړ دے۔ د سېنېټ سېکرټېریټ ميډيا ډائرېکټورېټ لخوا په جاري شوي ??يان كښ?? د ??ېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل قام د پاك پوځ په ځوانانو وياړي كوم چې خپل ژوند خطر سره مخ كولو سره د هېواد او قام خذمت كوي ??و د هېواد دفاع مضبوطوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد زمونږ پوځ او قام يو موټے دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ناسور ختمولو له پاك پوځ آپرېشن كوي ??و د فعاله تګلارې لاندې د ترهګرو نوغې ويستلې شي۔ ده ووئيل پاك پوځ د ترهګرۍ په ضد ځانګړې قرباني وركړې دي ٬ ټول قام د پاك پوځ په ځوانانو وياړي۔ ده ووئيل قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔