ماسكو 01 اكتوبر (اے پي پي)د سرمايه كارۍ، نجكارۍ او مواصلات وف??قي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي چې د شريكي سرمايه كارۍ ودې سره د پاك روس تجارتي اړيكو وده غواړؤ۔ د سرمايه كارۍ بورډ د اړخه د جاري شوې اعلاميې له مخې وف??قي وزير ماسكو كښې د پاك روس بزنس فورم كښې ګډون وك??و، فورم كښې 60 پاكستاني كمپنو هم ګډون وكړو۔وفاقي وزير د فورم په وړومبۍ ورځ بزنس سېشن ته خصوصي خطاب ??م وكړو۔وفاقي وزير به د فورم په مهال د روس د صنعت او تجارت وزير دمتري رديف سره ملاقات نه علاوه ماسكو كښې د روس بزنس كميونټۍ سره هم ملاقاتونه كوي۔په دې موقع وف??قي وزير عبدالعليم خان به د ماسكو چيمبر آف كامرس او بزنس ايسوسي ايشن نمائندګانو سره هم ملاقات كوي۔ عبدالعلیم خان به په ماسکو كښې د روس وزيرانو او اعلیٰ سرکاری ??ار??اكو سره هم ملاقاتونه كوي چې ورسره به د پاك روس تجارتی اړيكو ته وده ترلاسه شي۔