اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو ،خپرونو ، قامی ورثې او كلتور و??اقی وزیر عطاءاللہ تارړ وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ تر ختمولو به آرام سره نه كېښنو، پاکستان د هر ډول خطر مخنيوي بشپړه صلاحیت لري، پاك ??حریه د سمندری حدود حفاظت له لوظي دې، د پاکستان بقاﺀ لپاره د پاك ??حریه ځوانانو او افسرانو لوئ قربانۍ وركړې دي،د هېواد شهيدانو او غا??يانو ته سلام كوو۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د اتوار په ورځ د بحريه ورځ په موقع نیول هيډ کوارټرز كښې د شهيدانو په یا??ګار حاضری کولو نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر و??ئيل د بحريه ورځ په موقع د شهيدانو په يادګار حاضری زما لپاره اعزاز دے۔ پاك ??حریه شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وفاقی وزیر و??ئيل پاك ??حریه د هېواد دفاع لپاره لوئ قربانۍ وركړې دي ،په 7 ستمبر 1965ء پاك ??حریه دوارکا عمليات پيل كړې چې پكښې د پاك ??حریه بهادر افسرانو او ځوانانو د پاکستان د بقاﺀ د دښمنانو اهداف په نښه كړي او د خپلو ځانونو قرباني ئې وركړې۔ده ووئيل د دوارکا عمليات زمونږ د تاریخ يو ښه باب دے،1965ء كښې د دښمن ناوړه عزائم كمزوري كولو لپاره ټول قام يو موټې شوې ؤ، پاك فضائیه، پاکستان آرمی او پاك ??حریه د هېواد دفاع لپاره چې كوم کردار ترسره كړې هغه نن هم د تاريخ برخه ده۔ ده ووئيل پاك ??حریه عزم استحکام او بلیو اکانومی وژن كښې لوئ كرادار لري ، هغه کوسټل ایریاز كښې خپل کردار ترسره كوي۔ده ووئيل په بندرځايونو هلي ځلي پيل شوي،دا زمونږ د معیشت بحالۍ لپاره لويه كاميابي ثابتيدې شي۔ده ووئيل مونږ نه يواځې د ترهه ګرغ په ضد جنګ كښې متحرك يو بلكه د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي يو۔ده ووئيل د سي پيك د لارې به معاشی انقلاب راشي، مونږ د ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيكې غواړو۔ده ووئيل پاکستان د كوم هم خطر مخنيوي صلاحیت لري۔دې څخه وړاندې وفاقی وزیر نیول هيډ کوارټرز كښې د شهيدانو په يادګار حاضری وكړه او ګلونو اېښودلو سره ئې فاتحه خوانی وكړه۔ وفاقی وزیر د پاك ??حریه شهيدانو او غا??يانو ته سلام وكړو او د شهيدانو د كورنيو سره ئې د يووالي څركندونه وكړه۔په دې موقع د پاك ??حریه افسران او ځوانان هم موجود وو۔