پیښور۔ 06 ستمبر (اے پي پي ) وزیراعلیٰ خیبرپښتونخوا علي امین ګنډا پور وئېلې دي د 6 ستمبر ورځ په پاکستاني قام كښې د مورني هېوا?? لپاره يوه نوې جذبه راپیدا کوي۔ د یوم دفاع او شهداء په مناسبت سره خپ?? خاص پیغام كښې وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پو?? ووئېل د 6 ستمبر 1965ورځ د پاکستاني قام لپاره يوه تاریخي ورځ ده ،د پاکستان بوځونو دښمن له په زړه پورې ځواب وركولو سره د هغوي ناپاکه عزائم خاورې كړې وو ۔ ده ووئېل په دې ورځ د وسله والو ځواكونو ځوانانو د خپ??و ځانونو په قربانۍ ثابت كړې چې مونږ د مورني هېواد ساتنې لپاره تر هر حد تللے شوو۔علي امین ګنډاپو?? ووئېل دا نن ورځ په پاکستاني قام كښې د هېواد سره د مينې يوه نوې جذبه راپیدا کوي ۔ ده ووئېل د 6 ستمبر ورځ نړۍ لپاره پېغام دے چې پاکستانے قام د خپ?? هېواد حفاظت ،ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه كوي ۔په دې ورځ پاک پوځ ?? دښمن د يرغل په زورور ځواب وركولو د هغوي ناپاکه عزائم خاورې كړې وو ۔وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا ووئېل دا نن ورځ د ګران وطن دفاع او سلامتیا په خاطر د خپ??و ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو ته د بېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده ۔ نن مونږ لوظ كوو چې پاکستان به يو عظیم ، مضبوط او خوشحاله هېواد جوړولو لپاره خپ??ې هڅې روانې ساتو ۔