اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي ??لو??ستان د پاکستان مهمه صوبه ده، په ماضي كښې مونږ ترهګري ختمه كړې وه او هېواد مو په معاشي توګه طاقتور جوړ كړے ؤ٬ مونږ پاکستان د نړۍ په وړومبنو شلو معيشتونو كښې اودرولو لپاره هڅې كولې٬ اوس هم لا وخت تللے نه دے ٬ ټول ګوندنه دې په ګډه كېښني۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې قائد ايوان سينيټر اسحاق ډار ووئيل دا هېواد زمونږ د ټولو دے٬ مونږ ټولو له به دا ساتل او قوي كول وي٬ اوس خبره د مرورتيا نه ډېر وړاندې تللې٬ مونږ له به په ګډه د سباٶن تګلاره جوړول وي۔ ده و??ئيل تېره ورځ چې په ??لو??ستان كښې څه شوي په دې د هر پاكستاني زړه دړدېدلے دے، ??لو??ستان زمونږ د ټولو زړونو ته نزدې دے٬ نن په و??اقي كابينه كښې هم په دې تفصيلي خبرې شوي، ډېر زر به وزيراعظم ??لو??ستان ته ځي او داخله وزير هلته رسېدلے٬ د پاكستان رياست تسليموٶنكو سره خبرې اترې كېدې شي۔ ده و??ئيل د غرونو څخه د بې ګناه كسانو د وژلو غندنه كوٶ٬ مونږ له په هر صورت ترهګري ختمول او امن راوستل دي، په ماضي كښې د اے پي اېس نه وروستو سياسي ګوندونو په ګډه د ترهګرۍ د ختمولو لوظ كړے ٶ۔ ده و??ئيل په ماضي كښې آپريشن ضرب عضب، آپريشن رد الفساد په كاميابۍ سره شوي، مونږ دې آپريشنز لپاره 1.25 اربه روپۍ په كلنه توګه وركړې كوم چې يو درست اقدام ٶ۔ ده و??ئيل بيا په ماضي كښې تخښتېدلي ترهګر بېرته راوستل شول٬ دا پرېكړه د تباهۍ وړ وه چې نتيجې ئې نن رامخې ته كېږي۔ ده و??ئيل ??لو??ستان كښې چې څه وشول ھغه سم نه دي٬ ټول قام يو دے٬ د ترهګرو به خاتمه كوٶ۔ ده و??ئيل څوك هم چې په دې پېښو كښې ككړ دي د ھغوي په ضد به رياست سخته كاروائي كوي۔ كوم كسان چې مرور دي ھغوي سره خبره كېدې شي خو كه په غرونو كښې په پټېدو په اولس بريدونه كوي نو دغه كسانو سره هېڅ ډول خبره نشي كېدې۔