اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے)هيډ کوارټر كښې د خالي په ورځ د ډيزاسټر ريسپانس کمېټۍ دويمه غونډه وشوه۔د غونډې مقصد وړاندې غونډه كښې شوې منصوبه بندۍ له مخې جاري شوې احکامات جاجاخستل او صوبائي او رياستي ادارو او نورو اړوندو محکمو د اړخه د پشكال 2024 په اړه شوې تيارۍ جاج اخستل ؤ۔د غونډي مشري د هاؤسنګ وفاقي وزير مياں رياض ??سې?? پيرزاده كوله۔په غونډه كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكاري رومينه خورشيد نه علاوه د اړوندو وزارتونو نمائندګانو، اين ډي ??ېم اے، پي ډي ??ېم اے، اېس ډي ??ېم اے، موسمياتو محکمې ، پي سي آئي ډبليو، اين ايچ اے، اېف اېف سي، ريلوے او اړوندو محکمو نمائندګان هم موجود وو۔د اين ډي ??ېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك سېشن پيل كړو دې نه بس اين ډي ??ېم اے د ممکنه پشكال اثرات او آپريشنل تيارو دغسې صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي، سټيټ ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي او نورو ادارو د اړخه د اسټاك په م??جوده صورتحال، پشكال مخنيوي لپاره روانو تيارو او نورو اقداماتو په اړه کمېټي خبر كړه۔د هاؤسنګ وفاقي وزير رياض ??سې?? پيرزاده د موسمياتي بدلون منفي اثرات مخنيوي لپاره كوټلې منصوبه بندۍ او اقداماتو نه علاوه د پشكال موسم په م??ال رامخې ته كيدونكې كوم هنګامي صورتحال په وخت او كوټلې ردعمل باوري كولو له د وفاقي او صوبائي چارواكو پشمول د اړوندو اسټيك هولډرز ترمينځه د قوي همغږۍ په حاجت زور راوړو۔