اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د امريکې ايوان نمائندګان لخوا منظور كړے شوے قرارداد 901 د هېواد د سياسي صورتحال او د انتخابي عمل په اړه د ادراك لرلو د فقدان عكاس دے۔ د نهې په ورځ د امريکې ايوان نمائندګان لخو?? د ??نظور كړے شوي قرارداد پحقله د ميډي?? د ??وښتنو په ځواب د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ د شورو په ورځ خپل بريفنګ كښې ووئيل پاكستان د دې قرارداد نوټس اغستے۔ دې ريماركس وركړل چې مونږ ګڼو چې د دې خاص قرارداد وخت او سياق و سباق زمونږ د دوه اړخيزه اړيكو مثبت حركيات سره همكاره نه دے او د?? د ??اکستان سياسي صورتحال او د انتخابي عمل پحقله نامکمل تفهيم څرګندوي۔ وياندې ووئيل پاكستان د نړۍ دوېم تر ټولو لوئي پارلماني جمهوريت او په مجموعي توګه د پنځم لوئي جمهوريت په توګه د خپلو قامي مفاداتو له مخې آئيني نظام، د بش??ي حقونو او د قانون د ح??مر??نۍ د اقدارو پابند دے ۔ وياندې ووئيل پاكستان په شريك احترام او په روغه جوړه اډانه په تعميري خبرو اترو او روابطو باور لري٬ دې لپاره دا ډول قرارداد نه خو تعميري دے او نه معروضي ٬ وياندې مونږ هيله لرو چې د امريكې كانګرېس به د پاكستان او امريكې اړيكو قوي كولو له مرستياله كردار ولوبوي او د دواړو هېوادونو او اولس په ګټ?? به د شريكې مرستې طريقو ته پام وګرځوي