مکه مکرمه۔11جون(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسين وئيلي دي حاجي??نو صاحب??نو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو او بين المذاهب همغږۍ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن او د مذهبي چارو سېكرټري ذوالفقار ح??در په مكه مكرمه كښې پاكستان حج مشن كښې د كمپلېنټ سېل ٬ خوراک ٬ استوګنې او د ټرانسپورټ پشمول د حاجي??نو خذمت لپاره د جوړو كړے شوو ادارو دوره وكړه۔ په دې موقع ډائرېكټر جنرل حج مكه عبدالوهاب سومرو د مذهبي چارو وفاقي وزير او سېكرتري ته د بېلو څانګو د كاركردګۍ او تر دې دمه د پورته كړو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر په دې مهال هدايت وكړو چې د حاجي??نو په خذمت كښې دې هېڅ كمے ونه كړے شي ولې چې حاجيان د پاك پروردګار مېلمانه دي ا?? يوه مقدسه فريضه ادا كولو له حجاز مقدس ته راغلي۔ له دې كبله د دوي خذمت زمونږ قامي ا?? مذهبي فريضه ده۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پاكست??نو حج كوؤنكو لپاره په پورته كړو ګامونو د اطمينان څرګندونه وكړه۔