اسلام آباد۔7 جون(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د ??ار??يمنټ شريكې غونډې ته د صدر مملكت په خطاب بحث د جمعې ??ه ورځ هم روان پاتې شو۔ د بېلو ګوندونو غړو د صدر خطاب بشپړ ګرځولو سره د ترهګرۍ ختمولو ا?? د ??عيشت استحكام لپاره د اقدامات په حاجت زور راوړو٬ غړو سیاسي خبرو اترو لپاره د سياسي چاپېريال جوړولو غوښتنه وكړه۔ د جمعې ??ه ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د صدر مملكت په خطاب بحث كښې د قامي اسمبلۍ غړي جاوېد حنیف ووئيل آصف علي زرداري اولنے سویلین صدر دے كوم چې دوه وارې صد?? ټاكلے شوے۔ ده ووئيل د صدر په خطاب كښې د حكومتي ايجنډې ذكر نه ؤ۔ دا مهال هېواد د معيشت٬ د سياسي استحكام نشتوالي او د ترهګرۍ مسئلو سره مخ دے كومې به چې حل كول وي۔ تر كومې چې ښكته كچې څخه خلق د مسئلو حل كولو كښې شامل نه كړے شي زمونږ مسئلې به دغسې موجود وي۔ ده ووئېل د هېواد په نظام كښې بنيادي بدلونونو ته اړتيا ده۔ ټولو ادارو له به په ګډه عظيم مصالحت له كار كول وي۔ ده ووئېل امنيتي خطرې موجود دي خو مونږ يو بل سره په جنګ يؤ۔ صاحبزادہ حامد رضا ووئيل صدرمملکت په خپل خطاب كښې د خبرو اترو خبره كړې خو دې ل??ار?? به سياسي چاپېريال جوړول وي۔ عائشه نذیر جټ ووئيل د حكومت اولنۍ ذمه واري امن بحالول دي۔ عمېر خان نیازي ووئيل صدر د ریاست مشر وي ا?? د ??غه خطاب ??ار??يمان لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئيل د صدر په خطاب كښې د خبرو اترو زكر كړے خو په داسې چاپېريال كښې سياسي خبرې نشي كېدې۔ ده ووئيل د ټاكنو بے ضابطګو په اړه انكوائري نه ده شوې ٬ په دې اړه اقدامات ضروري دي۔ ده ووئيل زمونږ معيشت ستونزو سره مخ دے۔ په هېواد 127 اربه ډالر پور پورې دے٬ معاشي ستونزو حل كولو له به جدي ګامونه پورته كول وي۔ د سنی اتحاد کونسل عبدالطیف ووئيل صدر مملكت په خپل خطاب كښې د كم پرمختګ كړو سيم?? د ??ېواد نورو برخو سره سمولو خبره كړې خو د دغې برعكس د هېواد وروستو پاتې ضلع چترال كښې مهمې منصوبې پی اېس ډی پی څخه ويستلې شي۔ ده ووئېل د هېواد معيشت ستونزو سره مخ دے خو سياسي استحكام سره معيشت مستحكم كېدے شي