بیجنګ ۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي ??اك??تان د كركيلې څانګې استعداد زياتولو له د چين تجربو څخه استفاده كول غواړي٬ حكومت د واكمنۍ بهترۍ ٬ د ټېكس نېټ پراختيا او په كاروبار كښې آسانۍ رامخې ته كولو له ګامونه پورته كوي٬ په ریلوے لائن كښې د لائن ون د اپ ګرېډېشن منصوبه سرمايه كارۍ لپاره تېاره ده٬ چائنا اېګزم بېنک د ??اك??تان په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د چائنا اېکسپورټ امپورټ بېنک(سی ای اېکس آئی اېم) چیئرمېن ډاکټر ووفلن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه اسحاق ډار ، وزیر دفاع خواجه آصف ، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزیب، د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د اطلاعات وفاقي وزير عطا تارړ ، د پاور وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري او د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمی هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د ??اك??تاني حكومت په اصلاحاتي ايجنډا رڼا اچولو سره د ګورننس بهترۍ ٬ د ټېكس نېټ پراختيا او په كاروبار كولو كښې د آسانيو رامخې ته كولو په لړ كښې د خپل حكومت د هڅو ذكر وكړو دغسې چې بهرنۍ سرمايه كاري راوړلې شي۔ ده ووئيل د اصلاحاتي اقدامات نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي ولې چې د خوراك په څانګه كښې په ګرانۍ تر ډېره حده قابو موندلے ??وے٬ كرنټ اكاؤنټ خساره كمه شوې او پبلك ډېټ تلپاتې كچې ته راوستلے ??وے۔ وزیراعظم د ??اك??تان صنعتونو ٬ كركيلې او د آئي ټي څانګو تجديد لپاره د اېګزم بېنك پرله پسې ملاتړ وستائېلو۔ وزيراعظم ووئيل د ??اك??تان حكومت د ګورننس بهترۍ ٬ د ټېكس نېټ پراختيا او په كاروبار كولو كښې آسانۍ رامخې ته كولو له ګامونه پورته كوي٬چائنا ایګزم بینک د پاکستان په معاشی پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل د کراچی سر??لر رېلوے بحالۍ لپاره چينائي سرمايه كارۍ كښې خوښي لرؤ۔ ده ووئيل ??اك??تان د كركيلې څانګې استعداد زياتولو لپاره د چين تجربو څخه استفاده كول غواړي۔ د اېګزم بېنک چیئرمېن وزیراعظم سره خپلو خبرو كښې ووئيل ??اك??تان لپاره په تند رفتارۍ ستا كړې كارونه مونږ ليدلي۔ ده ووئيل د ??اك??تان هره يوه منصوبه چائنا اېګزم بینک لپاره ترجيحي حېثيت لري۔ ده د سی پېک فېز۔ II لاندې د اقتصادي او مالي مرستې مهم كردار ٬ د چائنا اېګزم بېنك ??اك??تان سره د ستراتيجيكي همكارۍ او د ګډې خوشحالۍ تصور له مخې تلپاتې پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو له د مرستې په حاجت زور راوړو۔ د چائنه اېګزم بېنك پخواني چیئر پرسن هو زیاولیاند د پنجاب د وزيراعلی په حېث د شهباز شريف په دور كښې د ده په نګرانۍ كښې د تند رفتاره پرمختيائي منصوبو له امله شهباز سپيډ اصطلاح كارولې وه