بنجول۔6 مئی(اے پی پی)دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د آزاد كشمير په اړه د هندي لارښودو پارونكي بيانونه او جواز نه لرونكې ادعاګانې سيمه ايز امن لپاره خطري دي٬ هند كشميري وګړي په خپله خاوره يو اختيار نه لرونكې كميونټي كښې د بدلولو ??څې او كشميرې اولس په ??نظمه توګه خپلو بنيادي حقونو او آزادۍ څخه محروموي۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ??رځ د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګېمبیا په بنجول ښار كښې د 15مې اسلامي سرمشريزې غونډې په ??هال د جموں وكشمير په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې په ??قبوضه كشمير كښې د سیاسی او امنيتي وضعې او په سيمه كښې د بشري حقونو د سنګين صورتحال هم جاج واخستے شو۔ د او آئی سی د سياسي چارو دوهم عمومي س??كتر او جموں وكشمير لپاره د عمومي س??كتر خصوصي استازي یوسف الدوبے په ??شرۍ كښې شوې غونډه كښې د رابطه ګروپ غړو هېوادونو پاكستان ٬ سعودي عربستان ٬ تركيه ٬ نائيجر او آذربائيجان استازو ګډون وكړو۔ د كشميري اولس د حقيقي استازو پلاوې او د او آئي سي د آزاد مستقل انسانی حقوق کمېشن اعلی چارواكي هم په دې ??وق??ه موجود وو۔ د بيان له مخې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔ په دې ??وق??ه دوئي رابطه ګروپ د كشميري اولس په خپله خاوره په ??و اختيار نه لرونكي كميونټي كښې بدلولو ??ه د هند لخوا د روانو هڅو په اړه خبر كړو۔ ده غونډې ته ووئيل چې هند په ??نظمه توګه كشميري وګړي خپلو بنيادي حقونو څخه محروموي۔ ده ووئيل هندي چارواكو د رايې اختلاف لمينځه وړولو ??ه په ??قبوضه كشمير كښې د ويرې ترخې چاپېريال رامخے ته كړے دے۔ دوهم وزيراعظم اسحاق ډار په ??ړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د آزاد كشمير په اړه د هندي لارښودو د پارونكو بيانونو او جواز نه لرونكو ادعاګانو نوټس واخلي كوم چې سيمه ايز امن لپاره خطري دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هند دې ټول سياسي بنديوان خوشې كړي٬ په ??العدم سياسي ګوندونو لګېدلې بندېزونه دې ختم كړي ٬ د 5 اګست 2019 غیر قانونی او يو اړخيزه اقدامات او دې څخه وروستو آبادياتي بدلون او سياسي انجينئرنګ له پورته كړې ګامونه دې منسوخ كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو ??ې عملدرآمد باوري كړي۔ د بيان له مخې د بېلو غړو هېوادونو پلاويو د او آئي سي په ايجنډا كښې د جموں وكشمير د شخړې د اهميت ذكر كولو سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو ??پاره د هغوي د جائزو هلو ځلو د ملاتړ څرګندونه وكړه۔ دوئي د كشمير مسئلې په ??وري او سوليز حل زور هم راوړو