اسلام آباد۔21مارچ (اے پي پي )د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزیب و??ېلي دي د تل پاتي اقتصادي ترقۍ او نمو لپ??ره د حکومت محصولات كښې زياتوالي٫په سرکاري کاروباري ملکیتي ادارو كښې د واكدارۍ ښه كولو او د دولتي او شخصي څانګو ترمينځه مرستې ته د ودې وركولو لپ??ره ګامونه اخلي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاکستان كښې د ایشیائي ترقیاتي بینک کنټري ډائریکټر ینګ یی سره ملاقات كښې وكړه ۔ ملاقات كښې د پاکستان اقتصادي ترقي په لړ كښې د پاکستان او ایشیائي ترقیاتي بینک ترمينځه د روانې مرستې او د سباون د منصوبو جاج واغستلے شو ۔ کنټري ډایکټر د آئي ایم ایف سره د سټاف لیول په لوظنامه د خزان?? وزير له مبارکي وركړه ٬ هغه ووئېل مارکیټ په دغې ډېر مثبت غبرګون ښودلے۔ د خزان?? وزير محمد اورنګزیب د پاکستان په پرله پسې مرسته د ایشیائي ترقیاتی بینک د کردار ستائنه وكړه ۔د خزان?? وزير په خاص توګه د پالیسۍ په بنیاد د پورونو وركولو او د وبائي رنځونو او د سیلاب اثرات کمولو لپ??ره د پاکستان د معاونت تعریف وكړو ۔ ملاقات كښې پبلک پرائیویټ پارټنرشپ پروګرام او د سي ډي ریپ په پروګرام تفصیلي خبرې وشوې ۔ وفاقي وزير په ایشیا او بحر الکاہل منطقه كښې د ماحولیاتي او موسمیاتي بدلونونو اثرات کمولو په اړه د ایشیائي ترقیاتي بینک د کردار ستائنه وكړه او د دې خبرې په ضرورت ئې زور راوړو چې د ایشیائي ترقیاتي بینک له د پاکستان د موسمیاتي اهدافو تر مخه خپل آپریشنز له ترتیب و??كول پكار دي ۔ دغسې ملاقات كښ?? فریقین د پاکستان او ایشیائي ترقیاتي بینک تر مينځه د مرستې په وده اتفاق وكړو ۔