اسلام آباد۔5 فروری(اے پی پی) نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اع??از وئيلي دي چې په امنيتي ځواكونو او عامو وګړو بريدونه كوؤنكي ترهګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ د داخله وزارت لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې ده په ډېره اسماعيل خان كښې په پوليس سټېشن د ترهګر بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د لس پوليس اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ملت مېړنو فرزندانو د هې??اد او قام ساتنې لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه٬ شهيدانو ته سلام وړاندې كوؤ او د هغوي لوړو درجو له لاس په دعا يؤ۔ ډاكټر ګوهر اع??از ووئيل چې د شهيدانو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ او په بريد كښې د ژوبل شويو 6 ځوانانو زر روغتيا له دعا كوؤ۔ ده زياته كړه چې پوليس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړې كړي۔ نګران داخله وزير ګوهر اع??از ووئيل چې امنيتي ځواكونه او عام وګړي په نخښه كوؤنكي ترھګر د كوم هم رعايت مستحق نه دي٬ ټول اولس د ترهګرۍ په ضد جنګ له يو موټے دے او كه پاك پروردګار ته منظور وي هې??اد څخه به د ترهګرۍ نوغې ختم كړؤ۔