اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وروڼو هېوادونو سره شريكې ګټې لپاره د اقتصادي مرستې په نوو لارو لټولو زور رواړولو سره وئيلي دي پاکستان تاجکستان س??ه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ تاجكستان د پاكستان تر ټولو نزدې د مېنځنۍ اسيا ګاٶنډي هېواد دے٬ د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه د تجارتي او اقتصادي مرستې پراخه امكانات شته ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر ډاکټر عارف علوي دا خبرې د تاجکستان په پاكستان كښې سفير سره كړې چا چې د جمعې په ورځ دوي س??ه الوداعي ملاقات كولو۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د اسلامو فوبيا، سائنس ا?? ټيکنالوجي په اړه د اسلامي نړۍ مرسته ضروري ده٬ د جديد دور چېلنجونو مخنيوي لپاره به په سائنس ا?? ټيکنالوجۍ كښې مرسته زياتول وي۔ صدر مملکت په تجارت، توان او د دفاع پشمول د شريكې مرستې په ټولو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د غزه د اولس په دړد دړدېږي٬ په غزه كښې اسرائيلي ځواكونه د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ كوي٬ د غزه دړدېدونكې مناظر رامخې ته كېدو نه بس هم نړيواله ورورولي د اسرائيل د ظلمونو لاره نيولو كښې پاتې راغلي۔ صدر مملکت په دې موقع د موده ترسره كونكي سف??ر له په اسلام آباد كښې په كاميابۍ خپله موده تر سره كولو مباركي وركړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ اړيكو ته په وده وركولو ??ې د سفير د هلو ځلو ستائنه وكړه