اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جنګ ورځپاڼې سينيئر خبريال او د پاکستان فېډرل يونين ??ف جرنلټس ورکرز صدر پروېز شوکت په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې محمد صادق سنجراني د غمژنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره د ارواښاد لوړو درجو لپ??ره دعا وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ دوهم چيئرمين سينيټر مرزا محمد افريدي،د حكومتي ډلې مشر سينيټر اسحاق ډ??ر، او د مخالفې ډلې مشر سينيټر ډاکټر شهزاد وسيم هم د اوراښاد په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره غمژنې كورنۍ سره د ي??والي څرګندونه كړې ۔