اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د ا??لا??ات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي د هېوا?? سباٶن لپاره دې سياسي ??وندونه د معاشي اصلاحات بهترۍ لپاره جامع پروګرام و??ان??ې كړي٬ شنه باغونه ښودل كافي نه دي٬ عملي اقدامات ته اړتيا ده۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د پرېس انفارمېشن ډېپارټمنټ تر سېوري لاندې “الېکشن 2024: د سياسي ??وندنو د اقتصادي اصلاحات اېجنډا” په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې كړې ۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د انتخابات نه څو ورځې لرې يو٬انتخابات به ان شاءالله د فرورۍ په 8 مه نيټه كال 2024 كېږي، بايد په دې اړه څوك شك ونه لري۔ ده ووئيل د ټاكنو په اړه الېكشن كمېشن پخپل درځ ولاړ دے، الېكشن كمېشن يواځنۍ آئيني اداره ده چې ورله د انتخابات شېډول وركول دي او په دې كښې بدلون د بلې ادارې اختيار نه دے۔ ده ووئيل مونږ به د اليکشن کميشن مالي، انتظامي او امنيتي ضروريات ترسره كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل د كال 2024 اتنخابات به مهم وي٬ مونږ له د سياسي ??وندونو د منشور ??ه حقيقت پسنده كېدو خبرې پكار دي۔ ده ووئيل د پاکستان په آئين كښې ليك دي چې دا هېواد به ټاكلي نمائندګان چلوي٬ غېر منتخب خلق دا اختيار نه لري چې ھغوي د هېواد ?? سباٶن پرېكړه وكړي۔ ده ووئيل ?? سباون حكومت او قامي سياسي ??وندونه دې حقيقت پسنده د معاشي اصلاحات اېجنډا رامخې ته كړي٬ حقيقت پسنده پروګرام دې و??ان??ې كړي ٬ د شنو باغونو ښودلو په ځائ دې لوظونه ترسره كړي په كومو چې دوي باوري لري چې دوي به دا كار وكړې شي۔ سېمينار كښې معاشي پوهانو او خبريالانو هم ګډون كولو۔ د ا??لا??ات او خپرونو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد او اېګزيکټو ډائريکټر جنرل پريس انفارميشن ډيپارټمنټ ډاکټر طارق محمود خان هم په دې موقع موجود ٶ۔