مظفرآباد ۔14دسمبر (اے پی پی) د آزاد حکومت ریاست جموں و کشمیر وزيراعظم چوهدري انوارالحق وئېلي دي د آزاد کشمیر ټول نظام د كشمير د ازادۍ تحریک لپاره دے ، د كشمير د آزادۍ تحريك او د تحریک تکمیل پاکستان پورې به زمونږ هلې ځلې دوامداره و?? ، د وېنې ت?? آخري څاڅكي به د آزادۍ لپاره جنګ كوو ، كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د آزاد جموں و کشمیر اسمبلی خاص غوندې ته خطاب کښې وكړه ۔ ده و??ئېل د هندوتوا فلسفې څخه د خیر هيله لرل عبث ده، اوس د غندلو بیانونو څخه خبره وړاندې تللې، كه مونږ راتلونكو نسلونو له څه وركول غواړو نو بيا به دوي له د وړاندې تللو سوچ وركول وي ۔وزیراعظم ووئېل د کشمیریانو خپلولي د پاکستان او پاکستانی اولس سره ده ، دا به ??له هم کمزورې نشي ۔ مضبوط او خوشحال پاکستان د کشمیریانو مضبوط وکیل ثابتېدے شي ۔ ده و??ئېل په آزاد کشمیر كښې مو سټیټس د ژرړې څخه و??ستلے ۔ د آزاد کشمیر وسائل يواځې د اولس په ښېګره به خرڅ کېږي ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم ووئېل د ازادۍ تحریک ته اول پام لرنه كولې شي، ټول وسائل د تحریک لپاره به استعمالوو ۔ده و??ئېل وخت راغلے چې مسئله کشمیر په نړيواله كچه په موثر ډول رامخې ته كولو له منصوبه بندي وكړو۔ وزیراعظم ووئېل هند ??له هم پاكستان ته په خيرنه سترګه د كتلو جرات نشي كولے، مونږ له خپلې ذمه وارۍ ادا کول دي ۔ده و??ئېل زه د كشمير شهدانو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم د وزیراعظم پاکستان هر كلي کولو سره و??ئېل ستاسو د بیس کیمپ دارلحکومت مظفرآباد دورې څخه د کشمیریانو حوصلې لوړې شوي دي۔