اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ (زېډ اے آر آر اے) په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د ماشومانو تحفظ لپاره په فعاله توګه د دې د نافذ كولو پ?? حاجت زور راوړے دے ، د ټولو صوبو پوليس او د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېجنسۍ په شمول د ټولو همكارانو ترمينځه فعاله تړون او د معلوماتو په سمدستي توګه ګډول د بې دركه او تښتولے شو?? ماشومانو په وخت درك لګولو او راخوشې كولو كښې مرسته كولې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 نفاذ په اړه د اړوندې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د بشري حقونو سېكرټري د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ 2020 په اړه بشپړ پ??یزنټېشن وركړو۔ په غونډه كښې په ضلعي او كميونټي كچه پوليس افسرانو لپاره د تربیتی ماډیول په وضعه كولو اتفاق وكړے شو دغسې چې د بې دركه شو?? او تښتولے شو?? ماشومانو زر تر زره درك لګولو او راخوشې كو??و لپاره فوري او په وخت كاروائي كو??و له هغوي خبر كړې شي