اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي ??ي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د مسلم کمرشل ??ېنك لخوا د بېنكنګ محتسب د پرېكړې په ضد اپيل مسترد كولو سره ځپلې شوي وګړي ??ه د 30 لكه روپو وركولو او د ذمه وار اهلكارو په ضد د كاروائۍ كولو امر كړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې محمد منېر احمد او نوروز (شکايت كوٶنكو) د بېنك په ګوجرہ روډ برانچ كښې مشترکه اکاؤنټ ٶ، په مارچ كال 2021 كښې د كهاتې په بېلنس كښې ډېر كمې په نظر راغلو٬ ده بېنك سره رابطه وكړه ٬ بېنك د ده ادعا مسترد كړه د دې نه پس صارف بېنكنګ محتسب ته رجوع وكړه ٬ بېنکنګ محتسب د صارف په حق كښې پرېكړه وكړه۔ په دې بېنك صدر ته درخواست وكړو۔ صدر په ايوان صدر كښې په ذاتي توګه د كېس سماعت وكړو او د بېنك خو??ست ئې مسترد كولو سره ووئيل چې ځپلې شوي وګړي ??ه دې 30 لكه روپۍ دې وركړې شي او د ذمه وار بېنك اهلكارو په ضد دې كاروائي وكړې شي۔